جي ۷: که روسیه د جنیوا تړون په اړه اقدامات ونه کړي نور بندیزونه به پرې ولګول شي

د نړۍ د اوو صنعتي هېوادونو یا جي ۷ مشرانو پرېکړه وکړه؛ چې که روسیه په اکراین کې د سولې د ټینګښت لپاره د جنیوا تړون د ملاتړ لپاره جدي اقدامات ونه کړي، اضافي بندیزونه به پرې ولګوي.

په دې اړه نن په یوه بیان کې ویل شوي، د دې لپاره چې راتلونکې میاشت اوکراین آزاد او سوله ییز انتخابات ولري؛ نو د جي ۷ هېوادونو پریکړه وکړه، چې باید په روسیې باندې هدفي بندیزونه زیات کړي.

دا بیان په داسې حال کې صادریږي، چې ځینو راپورنو د امریکایي چارواکو په حواله ویلي؛ چې امریکا او اروپایي ټولنه به د اپریل تر ۲۸ پورې په روسیې چارواکو نوي بندیزونه ولګوي.

د جرمني صدر اعظمه انګیلا میرکل راتلونکې اوونۍ واشنګټن ته ځي او له بارک اوباما سره به په دې خبرې کوي؛ چې څنګه د اوکراین په اړه د روسیې عمل ته متحد ځواب ووایي.