د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر بارک اوباما د دوهمې نړېوالې جګړې په مهال د عثماني امپراتورۍ له لوري د ارمنيانو د ډله ييزې وژنې د حقيقت د بشپړه او کره معلوماتو غوښتنه وکړه او ويې ويل چې، هرڅوک لېواله دي چې په دې وپوهېږي.
اوباما دا خبره پرون په هغه بيان کې کړې چې؛ د ارمنيانو د وژلو د پيل د نهه نوي يم کال د ياد ورځې په مناسبت خپور شو.
اټکل کېږي چې، يو نيم مليون ارمنيان په ډله ييز ډول وژل شوي دي.
ارمنيان د عثمانيانو له لوري وژنې نسل وژنه بولي. خو ترکيه د دوی ادعا ردوي، وايي چې، په زرګونو ترکان هم په جګړه کې وژل شوي دي.
د ترکيې صدراعظم رجب طيب اردوغان د چهارشنبې په ورځ پر وژنو خواشيني څرګنده کړه او هغه يې ګډ درد وباله.