ډانیل بیر: مسکو د اوکراین د کړکیچ د کمولو لپاره د جینوا د موافقې په عملي کولو کې پاتې راغلی

یوه لوړ پوړي امریکایي ډيپلومات پر مسکو انتقاد وکړ، چې د اوکراین د کړکیچ د کمولو لپاره د جینوا د تیرې اونۍ د موافقې په عملي کولو کې پاتې راغلی دی.

د اروپا د امنیت او همکارۍ په سازمان کې د امریکا سفیر ډانیل بیر پرون په بروکسل کې خبریالانو ته وویل، چې روسیه باید په اغیزمن ډول د جینوا د موافقې د عملي کیدو لپاره کار وکړي.

بیر وویل تر اوسه پورې موږ نه ده لیدلې چې روسیې دې دا کار کړی وي.

هغه زیاته کړه، چې دغه موافقه چې له مخې یې جوړې شوې غیر قانونې وسله والې ډلی بې وسلې کیږي، باید په څو ورځو کې عملي شي نه په څو اونیو کې.

بیر له مسکوه وغوښتل چې د اروپا د امنیت او همکارۍ له سازمان سره چې د دغې موافقې پرعملي کیدو څارنه کوي، همکاري وکړي او هم یو لوړ پوړی ډیپلومات ور واستوي چې له دې سازمان سره د هغو روسیي پلوو وسله والو په هڅولو کې مرسته وکړي چې د اوکراین په ختیځ کې یې دولتي ودانۍ نیولي ترڅو دوی له دغو ودانیو ووځي.