چارواکي: په کندهار کې د مخالفانو په يوه بريد کې څلور پوليس وژل شوي

افغان چارواکي وايي، چې په کندهار ولايت کې د دولت د وسله والو مخالفانو په يوه بريد کې څلور پوليس وژل شوي دي.

د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر له خبرپاڼې سره سم، دا پوليس پرون هغه مهال د دغه ولايت په غورک ولسوالۍ کې ووژل شول چې وسله والو طالبانو د پوليسو پر يوه پوسته بريد وکړ.

په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې په دې پېښه کې يو پوليس ژوبل شوي او درې نور بې درکه شوي دي.

ګومان کېږي چې درې پوليس به وسله والو حمله کوونکو له ځان سره يرغمل کړي وي.