اشرف غني: که بریالی شوم مرستیالان به مې څلور تنه وي

اشرف غني احمدزي له قومي مشرانو سره پر ملي يووالي خبرې وکړې

د افغانستان د جمهوري ریاست کاندید اشرف غني احمدزي له یو شمېر قومي مشرانو سره د خپل راتلونکي حکومت په څرنګوالي خبرې وکړې.

د احمدزي د انتخاباتي ټیم یوه غړي لعل پاچا ازمون ازادي راډیو ته وویل، چې په دې غونډه کې د موجوده ستونزو د حل لارو په ګډون په ملي یووالي او مشارکتي نظام په اړه خبرې وشوې.

که څه هم تر اوسه معلومه نه ده، چې د جمهوري ریاست د انتخاباتو ګټونکی به څوک وي، خو جمهوري ریاست ته کاندید اشرف غني احمدزي له یو شمېر قومي مشرانو سره د خپل حکومت په څرنګوالي خبرې کړي.

د اشرف غني احمدزي د انتخاباتي ټیم غړي لعل پاچا ازمون ازادي راډیو ته وویل، چې په دې غونډه کې د بېلابېلو ولایتونو د پښتنو، تاجکو،هزاره او ازبکو قومي مشرانو برخه اخیستې وه.

ازمون زیاته کړه، دوی هیله لري چې ټیم به یې د انتخاباتو ګټونکی وي او باید چې سره له اوسه د نظام په جوړیدو هم خبرې وشي:

په دې غونډه کې درې عمده ټکي وو، په راتلونکي نظام باندې خبرې وې، د افغانستان په ملي یووالي باندې خبرې وې، د ټولو قومونو ترمنځ په ملي یووالي او تفاهم خبرې وې او بل ډآکتر صاحب په خبرو کې دا هم وویل، چې زموږ په ډله کې افراطي څیرې نشته، یعنې هغه څوک چې تعصباتو ته لمن وهي.

احمدزي په دې غونډه کې همد راز ویلي، چې راتلونکی حکومت به د افغانانو وي ،نه د قومونو او څو محدودو کړیو.

په همدې اړه د اشرف غني احمدزي له دفتره یوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ښاغلي احمدزي په دې غونډه کې د اساسي قانون د بدلون خبره وکړه او دا یې هم وویل، چې په راتلونکې کې به د جمهوري ریاست د مرستیالانو شمیر څلور تنه کړي او تاجک قوم ته به هم په واک کې پراخه ونډه ورکړي.

د خبرپاڼې په اساس اشرف غني ویلي، چې په حکومت کې به دیني علماوو ته ونډه ورکوي او په دې برخه کې به د ولسمشر حامد کرزي اوسنۍ پالیسي جاري ساتي.

د جمهوري ریاست د بل کاندید عبدالله عبدالله د غونډو په اړه هم په ټولنیزو سایټونو کې وخت نا وخت راپورونه خپریږي او حتې په دې راپورونو کې دا هم ویل شوي، چې ښاغلي عبدالله خپله کابینه مخکې له مخکې جوړه کړې ده.

خو د انتخاباتو د مخکښو کاندیدانو له خوا د حکومت د جوړیدو په اړه غونډې په داسې حال کې کیږي، چې تراوسه د انتخاباتو ابتدایي او نهایي نتیجې نه دي اعلان شوي.

د کارپوهانو په باور، دا یو عادي کار دی او هر مخکښ کاندید غواړي چې د نتیجو له اعلان مخکې د خپل احتمالي حکومت په اړه غونډې وکړي.

راپور: اسدالله لودین