د ګډ امنیت تړون سازمان غړي هېوادونه د افغانستان او تاجکستان پرګډو پولو د امنیتي وضعیت د څرنګوالي په اړه خبرې کوي.
د دې سازمان پر رسمي ویب پاڼه ویل شوي، چې د ګډ امنیت تړون غړي هېوادونه به پردې بحث وکړي چې څرنګه له تاجکستان سره مرسته کولای شي څو دې هېواد او ټولې سیمې ته د بې امنیتۍ د پراختیا مخینیوی وشي.
د افغانستان او تاجکستان پرګډو پولو د مخدرو موادو د قاچاق مخنیوی د ګډ امنیت تړون د غړو هېوادو د بحث یوه بله مهمه مساله ده.
د ګډ امنیت تړون سازمان په نولس سوه دو نویم (م) کال کې جوړ شوی چې روسیه، ارمنستان، بیلاروس، قرغزستان، قزاقستان او تاجکستان يې غړیتوب لري.
د روسیې خبري اژانس ایترتاس وايي، د ګډ امنیت تړون سازمان د هر غړي هېواد د ملي امنیت د شورا مشران نن د چیچنیا په مرکز ګروزني کې راغونډ شوي او پر سیمه يیز امنیت به خبرې وکړي.
د دې سازمان د مطبوعاتو مسول ولادیمیر زینت دینوف ایترتاس ته ویلي، چې د غونډې مشري به د روسیې د ملي امنیت د شورا ریس نیکولای پاتریشوف کوي.
د سازمان عمومي منشي نیکولای بوردیژا به نن یو ځانګړي رپوټ هم غونډې ته وړاندې کړي چې د دې سازمان د غړو هېوادونو د امنیت پر څرنګوالي تمرکز کوي.
په ګروزني کې د غونډې برخه وال به له تاجکستان سره د سرحدونو د امنیت په ټینګولو کې د مرستې په اړه د دې سازمان د ملي امنیت د شورا د ګډ پریکړه لیک پرعملي کولو هم غور وکړي.
د ګډ امنیت تړون سازمان ویاند ویلي، چې په غونډه کې به د منځنۍ اسیا د هېوادو له لارې روسیې ته د غیر قانوني مهاجرتونو او په دې اړه د غړو هېوادونو ترمنځ د هماهنګۍ پر اړتیا هم خبرې وشي.
د ګډ امنیت تړون د سازمان غړي به د جرمونو د مخنیوي، د معلوماتو د شریکولو او له اضطراري حالتونو سره د ګډې مبارزې پر لارو چارو هم خبرې بحث وکړي.