احساس: د دویم حل احتمالي انتخاباتو د امنیت د ټينګولو لپاره چمتوالی لرو

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي؛ که چیرې انتخابات دویم دور ته وغځیږي امنیتي ځواکونه یې د امنیت ټینګولو لپاره پوره چمتووالی لري.

د انتخاباتو د امنیتي کمیسیون رییس سالم احساس ازادي راډيو ته وویل؛ پولیس، ملي امنیت او ملي اردو د دویم حل احتمالي انتخاباتو د امنیت د ټينګولو لپاره د هېواد په ټولو سیمو کې ځای پر ځای دي.

ښاغلي احساس زیاته کړه د وسله والو مخالیفو د ګواښونو سره سره، افغان امنیتي ځواکونه وتوانېدل د حمل د شپاړسمې د انتخاباتو امنیت په ښه توګه ټینګ کړي.