افغان ځواکونو ۱۹ تنه وسله وال مخالفین وژلي او ۸ نور یې نیولي دي

د افغانستان دفاع وزارت وایي چې؛ نولس تنه مخالف وسله وال یې وژلي او اته یې نیولي دي.

د دې وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې؛ دغه وسله وال مخالفین په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې په پکتیا او فاریاب ولایتونو کې د ملي اردو په تصفیوي عملیاتو کې وژل شوي او نیول شوي.

اعلامیه زیاتوي، په دغه عملیاتو کې یوه اندازه وسلې او مهمات هم نیول شوي دي.