اوباما: دچین په ختیځو اوبو کې ټاپوګان د امریکا او جاپان د دفاعي ایتلاف په چوکاټ کې شامل دي

د امریکا ولسمشربارک اوباما جاپان ته ډاډ ورکړچې؛ د چین په ختیځو اوبو کې هغه کوچیني ټاپوګان چې توکیو او پیکنګ پرې اختلافات لري؛ د امریکا او جاپان د دفاعي ایتلاف په چوکاټ کې شامل دي.

اوباما دغه څرګندونې اسیایي هیوادونو ته د سفر د پیلولو په درشل کې له یوې جاپانۍ ورځپاڼې سره په خبرو کې چې نن خپرې شوي، کړې دي.

او باما به په دې سفرکې له جاپان، جنوبي کوریا، فلیپین او مالیزیاڅخه کتنه وکړي.

اوباما وویل، د امریکا متحده ایالات به د هرې هغې هڅې مخالفت وکړي چې؛ په دغو ټاپوګانو کې د جاپان ادارې ته زیان رسوي.

جاپان او چین له شاوخوا دوکلونو راهیسې د دغو ټاپوګانو پرسرفعاله سیالي پیل کړې ده.

چین په تیره نومبرمیاشت کې دا سیمه د هوایي مدافع د په نښه کولو سیمه اعلان کړه.