"د انتخاباتو کمیسیون دې د رایو په باطلولو کې له قانون سره سم عمل وکړي"

اکسین یا په افغانستان کې د مدني ټولنو شبکې د انتخاباتي کمیسیونونو څخه غواړي چې د رایو په شمېرلو کې له شفافیت او د انتخاباتي شکایتونو په څیړلو کې له دقته کار واخلي.

د دې ټولنې چارواکو د سې شنبې په ورځ په کابل کې په یوه غونډه کې د انتخاباتو په شفافیت او مشروعیت کې انتخاباتي کمیسیونونه مسول وبلل او د هغوی په بې طرفۍ او مسلکي چلند یې ټینګار وکړ.

اکسین یا د مدني ټولنو شبکه وایې، چې د انتخاباتو د وروستۍ نتیجې اعلان به هغه وخت خلکو او کانیدانو ته د منلو وړ وي چې انتخاباتي کمیسیونونه د رایو په شمیرلو او د شکایتونو په څیړلو کې بې طرفه پاتې شي.

د افغانستان د ډیموکراسی د څارنې د ارګان مشر او د ا کسین د ټولنې یو غړي زکریا بارکزی وایې چې انتخاباتي کمیسیونونه په مسلکي چلند کولای شي د افغانستان د انتخاباتو شفافیت او مشروعیت تضمین کړي.

ښاغلي بارکزي په هغه غونډه کې چې د سې شنبې په ورځ د اکسین له خوا په کابل کې جوړه شوي وه وویل، چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون باید د مرکزونو او محلونو د رایو په باطلولو کې د انتخاباتو د قانون سره سم عمل وکړي:

″د انتخاباتو خپلواک کمیسیون پریکړه کړې چې د شمېرل شوو رایو د فورمو د لیدلو له مخې به د یو شمېر رایي ورکولو مرکزونه رايي باطلي اعلان کړي، د انتخاباتو د قانون د ۵۸مادې په اساس د شمېرل شوو رایو د یوې فورمې لیدل د انتخاباتو د قانون خلاف دی زه هیله مند یم چی د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د پریکړو په پروسه کې عام او تام شفافیت موجود وي.″

د اکسین موسسې د رایو په شمېرکې د شفافیت او شکایتونو ته د رسیدګۍ تر نامه لاندې غونډه کې د انتخاباتي کمیسیونونو څخه وغوښتل چې دوهم پړاو ته د انتخاباتو د تګ په صورت کې سر له اوسه لازمه امادګي ونیسي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د یکشنبې په ورځ د څلوردیرشو ولایتونو د نږدې پنځوس فیصدو رایو د قسمي نتیجو دوهمه برخه اعلان کړه.

د قسمي نتیجو د دوهمې برخې له اعلانه وروسته د انتخاباتي شکایانو کمیسیون د 63 مرکزونو او دیارلس محلونو رایې په ځینو ولایتونو کې باطلې وګڼلې.

د جمهوري ریاست دانتخاباتود دویمې برخې د پایلو قسمی اعلان ځینې غبرګونونه هم را وپارول.

د جمهوری ریاست کاندید اشرف غني احمدزی د انتخاباتو د کمسیون څخه وغوښتل، چې د بلې نتیجې د اعلانیدو مخکې باید پاکې او ناپاکې رایې سره بیلې او شکایتونو ته د رسیدګۍ حقوقي پروسه مکمله کړي.

له دې سره ددې کمیسیون مرستیال عبدالرحمان هوتکي وایې، چې د خلکو د پاکې رایې څخه به د امانت په ډول ساتنه وکړي.

هغه د اکسین لخوا په جوړه شوې غونډه کې وویل:

″دا ستونزمنه ده چې موږ ووايي، چې زموږ انتخابات سل په سله کې پر نړېوالو معیارونو باندې برابر وو، نیمګړتیاوي وې، دغه ټوله پروسه د کورنیو او نړېوالو ناظرینو ترڅنګ د محترمو کاندیدانو د نمایندګانو او د ولایتي شورا د کاندیدانو د نمایندګانو په مخ کې ترسره شول.″

ټولې تخطۍ، درغلۍ او تقلبونو د اتنخاباتو خپلواک کمیسیون پاکوي زموږ اخیرنی کوښښ به دا وي چې پاک او ناپاک سره بیل کړو.

له دې وړاندې د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون ویلي، چې د رسمي او مستندو شکایتونو له جملې څخه یې 890 شکایتونه د دوی د طرزالعمل له مخې لومړی درجه شکایتونه دي.

دې کمیسیون ویلي چې؛ داسې احتمال شته چې د شکایتونو د څیړلو وروسته د انتخاباتو په قسمي نتیجو کې لوی توپیر راشي.

ټاکل شوې چې؛ د انتخاباتو لومړنې نتابج د ثور په څلورمه او وروستی یې د ثور په څلورویشتمه نیټه اعلان شي.