د افغانستان ولسمشرۍ د انتخاباتو د ابتدایي نتیجو اعلان وځنډول شو

د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ابتدایي نتیجو اعلان چې؛ ټاکل شوی و سبا وشي، دوه ورځې وځنډیده.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور ازادي راډيو ته وویل؛ چې د ابتدایي نتیجو د اعلان د ځنډیدو علت دا دی چې؛ د انتخاباتو خپلواک کمیسیون غواړي چې؛ د پنجشنبې په ورځ یوه بله برخه ابتدایي نتیجې اعلان کړي.

تر اوسه د وري د شپاړسمې نیټې د ولسمشرۍ د انتخاباتو نژدې پنځوس فیصده ابتدایي نتیجې اعلان شوې دي چې؛ عبدالله عبدالله ۴۴ اعشاریه ۴فیصده رایې خپلې کړې دي او په ده پسې د اشرف غني احمدزي رایې زیاتې دي چې؛ ۳۳ اعشاریه ۲فیصدو ته رسیږي.