د کسپین د پنځو ساحلي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران به نن په مسکو کې سره وګوري

د کسپین د پنځو ساحلي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران به نن په مسکو کې سره وګوري چې د کسپین د حقوقي برخې په اړه خبرې سره وکړي.

دا د دغې بحیرې د تیلو او ګازو منابعو د ویش لپاره د هڅو یوه برخه بلل کیږي.

په دې غونډه کې د روسیې، اذربایجان، ایران، قزاقستان او ترکمنستان چارواکي ګډون لري.

تردې وروسته به د کسپین غونډه په مني کې د روسیې په استراخان ښار کې جوړیږي.

تراوسه دغه پنځه هېوادونه له اوږدې مودې راهیسي نه دي توانیدلي چې د کسپین د با ارزښته منابعو پر ویش په خپلو کې یوې موافقې ته ورسیږي.

که چېرې کسپین سمندرګی اعلان شي نو ساحلي هېوادونه یې باید هغه په داسې برخو وویشي چې هر هېواد یې د خپلې خاورې اړوندو برخو تیلو او ګازو څخه استفاده وکړي.

خو که هغه جهیل وپیژندل شو نو د کسپین د تیلو او ګازو منابع باید په مساوي توګه پر پنځو هېوادونو وویشل شي.