د دارالمان ماڼۍ د بیارغونې چارې به داوطلبۍ ته وسپارل شي

د کابل ښاروالي وايي، چې د دارالمان د نړېدلې ماڼۍ د ډیزایین او کار طرحه د بهرنیو انجینرانو له لوري بشپړه شوې او په نژدې راتلونکي کې به یې د بیارغونې چارې داوطلبۍ ته وسپارل شي.

د دې ادارې چارواکو له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وویل، چې د دارالمان ماڼۍ د لومړنیو کارونو د پیل لپاره د ښاروالۍ له بودجې څخه ورته پنځه میلیونه ډالره ځانګړې شوې دي.

د فرهنګي چارو یو شمېر کارپوهان د دې تاریخي ماڼۍ له جوړېدو څخه هرکلي کوي او ټنیګار کوي، چې د بیارغونې پر مهال باید په ماڼۍ کې د تاریخې اثارو ساتنې او د ماڼۍ لرغونتوب ته ځانګړې پاملرنه وشي.

په دې اړه تفصیل د ناجیې ساپۍ په ریپوټ کې اورﺉ:

Your browser doesn’t support HTML5

د دارالمان ماڼۍ د بیارغونې چارې به داوطلبۍ ته وسپارل شي