سعودي حکومت پر افغان کارګرو د کاري ممانعت د له منځه وړه پر پلان کار کوي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي؛ سعودي عربستان داسې یوه طرح په پام کې لري چې؛ له مخې یې په هغه هېواد کې پر افغانانو کاري ممانعت له منځه ځي.

د دې وزارت ویاند شکیب مستغني نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل؛ چې د سعودي عربستان سفیر د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر سره په خبرو کې د خپل هېواد له لوري د دې کاري محدودیتونو د لرې کېدو ژمنه کړې ده.

"د سعودي عربستان سفارت په یوې طرحې کار کوي چې؛ له مخې به یې په هغه هېواد کې د افغان کارګرانو پر وړاندې کاري ستونزې له منځه وړل کیږي. البته دغه طرحه به یاد سفارت خپل متبوع هېواد ته سپاري څو اجرا یې کړي."

ویل کیږي، د سعودي عربستان د ویزې اخیستلو ستونزه د افغان کارګرانو لپاره ډېر خنډ رامنځته کړی دی.

سعودي عربستان وړاندې تر دې اعلان وکړ چې؛ له خپلې خاورې ټول ناقانونه هستوګن کارګران باسي.