لوګر: پخواني جهادي قومندان معلم تور د وسله وال په ډزو ووژل شو

د سولې عالي شورا غړی او پخوانی جهادي قومندان معلم تور نن په لوګر ولایت کې ووژل شو.

د لوګر د والي ویاند دین محمد درویش ازادي راډيو ته وویل عصمت الله مشهور په معلم تور نن له غرمې مخکې د محمداغې په ولسوالۍ کې د وسله والو کسانو له خوا وژل شوی دی.

خو د محمد اغې ولسوال عبدالحمید وايي چې؛ د سولې د عالي شورا غړی نه و.