احمدزی: د قسمي نتایجو رایو ته باید د پاکو رایو کلمه استعمال نه شي

Your browser doesn’t support HTML5

د افغانستان د جمهوري ریاست کاندید ډاکټر اشرف غني احمدزي د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د معلوماتو په شریکول کې په جانبدارۍ تورن کړ. هغه د انتخاباتو کمېسیون په چارواکو غږ وکړ ترهغه چې لومړني نتایج نه وي اعلان شوي د قسمي نتایجو رایو ته باید د پاکو رایو کلیمه استعمال نه شي.