یوې سفینې نړیوال فضايي سټیشن ته ځیني مواد په بریالیتوب سره ورسول

یوې خصوصي بار وړونکي سفینې تر څه باندې یوې میاشتې ځنډ وروسته ځیني مواد په بریالیتوب سره نړیوال فضایي سټیشن ته ورسول.

د سپیس اکس ډراګون په نوم دغه سفینه پرون دعملې لپاره د ساینسي تجربو او د آزمایشي روبوتونو لپاره له پایو سره چې په مرسته یې کولی شي؛ په فضا کې وګرځي، خپل هدف ته ورسیده.

دغه سفینه د پنځلسو بیلا بیلو هېوادونو ګډه پروژه وه چې؛ پر جوړېدو یې شاوخوا سل میلیارده ډالره لګیدلي دي.

سفینه نړېوال فضایي سټیشن ته د رسېدو لپاره ۳۶ ساعته پرواز وکړ. سپیس اکس یوه له هغو دوو کمپنیو څخه ده چې؛ د ناسا له خوا د موادو د انتقال لپاره اجاره شوې. متحده ایالاتو تر دې وړاندې په ۲۰۱۱ کال کې د خپلې فضایي بیړۍ چارې وځنډولې. سپیس اکس دغه راز د فضانوردانو لپاره د هوایي ټکسي د جوړولو هڅې هم کوي.