ولسي جرګې د عامې روغتیا وزیره خپلې غونډې ته ورغوښتې ده

د افغانستان ولسي جرګې نن د عامې روغتیا وزیره ډاکټر ثریادلیل خپلې غونډې ته ورغوښتې؛ ترڅو په هېواد کې د روغتیایي مرکزونو د ناوړه حالت په اړه وضاحت ترې وغواړي.

د ازادي راډیو د خبریال په وینا، د جرګې اکثرو غړو پر میرمن دلیل نیوکه وکړه؛ چې تراوسه یې د روغتونونو او روغتایي مرکزونو ښه والی ته لازم پام نه دی کړی.

میرمن دلیل بیا دې انتقادونو ته په ځواب کې وویل؛ چې د پخوا په پرتله روغتونونه ښه سمبال شوي او د ډاکټرانو وړتیاوې هم لوړې شوي دي.

نوموړې وویل، چې د خپلو فعالیتونو په ترڅ کې یې تېرکال په ټول هېواد کې ۱۷۸ خصوصي روغتونونه د بې کیفیته خدماتو له امله په مؤقت او دایمي ډول بند کړل.