د ملي پیوستون پروګرام په ارزګان کې پنځلس پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارلې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وايي؛ په ارزګان ولایت کې یې د ملي پیوستون پروګرام پنځلس پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارلې.

دې وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې؛ د دې پروژو مجموعي ارزښت پنځلس میلیونه او اته سوه او پنځوس زره افغانۍ دی چې؛ په ترینکوټ، شهید حساس او ګیزاب ولسوالیو کې پلي شوي دي.

د استنادي دیوالونو، د اوبو لګولو د کانالونو، کلیوالي سړکونو جوړول او څو نور ساختماني کارونه په دې پروژو کې شامل دي چې؛ 3335 کورنۍ ترېنه ګټه اخلي.