د کاندیدانو د مالي لګښت دقیق ارقام لا هم نه دي معلوم

په افغانستان کې د جمهوري ریاست د انتخاباتو د کاندیدانو له خوا په انتخاباتي کمپاینونو د لګول شویو پيسو اندازه لا هم نه ده معلومه شوې.

که څه هم د انتخاباتو څه باندې دوه اوونۍ تېرې شوي، خو د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي، په دې برخه کې کار روان دی.

له بلې خوا یو شمېر مخکښ کاندیدان وايي، د انتخاباتو له قانون سره سم یې له ټاکلې اندازې ډېر مصرف نه دی کړی.

خو د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه یا فیفا وايي، پر مالي لګښتونو سمه څارنه نه ده شوې.

که څه هم د انتخاباتو له ترسره کېدو شاوخوا پنځلس ورځې تېرې شوي د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د جمهوري ریاست د کاندیدانو د مالي لګښت دقیق ارقام رسنیو ته نه ورکوي.

د دې کمیسیون چارواکي دا وضاحت هم نه ورکوي، چې په انتخاباتو کې د جمهوري ریاست کاندیدانو په خپلو کمپاینونو په مجموعي توګه څومره پیسې لګولي دي.

د انتخاباتو د کاري طرزالعمل له مخې د جمهوري ریاست کاندیدانو باید خپل مالي لګښتونه له انتخاباتو مخکې د سکوت په دوره کې وړاندې کړي وای.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دارالانشا رییس ضیاالحق امرخیل ازادۍ راډیو ته وویل، د کاندیدانو د مالي لګښتونو راپور به له دقیقې بررسۍ وروسته اعلان شي:

″اکثریت کاندیدانو دغه راپورونه د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته ارایه کړي دي.

تنها دوه کاندیدان دي چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون زیار باسي په همدې لنډو ورځو کې چې هغوي هم تکمیل کړي خپل راپورونه ورکړي دا به بررسي کېږي او د بررسۍ نتیجه به یې د افغانستان له خلکو سره شریکېږي.

که چېرې راپور تکمیل نه وي، نواقص ولري یا یې غلط راوړی وي یا یې بیخي نه وي ارایه کړی دې کې هیڅ شک او شبه نشته چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون به دغه کاندیدان صاحبان د شکایاتو محترم کمیسیون ته معرفي کوي چې د قانون په چوکاټ کې له دوی سره چلند وشي.″


امرخیل وايي، کاندیدانو ته دا حق نه و، ورکړل شوی چې له کوم بهرني هېواده د خپل کمپاین په برخه کې مالي او تخنیکي مرسته تر لاسه کړي.

د جمهوري ریاست د کاندیدانو په کمپاینونو کې د مالي لګښتونو یو راپور شاوخوا یوه میاشت مخکې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون پر رسمي ویبپاڼه خپور شو، چې د کاندیدانو له خوا د لګولو شویو پيسو اندازه 37 میلیونه افغانۍ ښودل شوې وه.

په رپوټ کې راغلي و، چې د جمهوري ریاست اوو کاندیدانو د کمپاینونو لپاره مالي مرستې تر لاسه کړي.

د ۲۶ ولایتونو د لس فیصدو رایو له مخې دوه مخکښ کاندیدان وايي، چې د قانون له مخې یې له لس میلونو افغانیو څخه زیاتې پيسې په خپلو کمپاینونو کې نه دي مصرف کړي.

د ډاکټرعبدالله د انتخاباتي کمپاین د مالي چارو مسوول محمد حامد امیري ازادۍ راډیو ته وویل، لس میلیونه او ۴۷ زره افغانۍ یې په کمپاینونو کې لګولي دي:

″د مصارفو وروستی راپور مو د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته وسپاره.

کومې پیسې چې موږ لګولي دي لس میلیونه او اووه څلویښت زره او اووه سوه او څلور افغانۍ شوي دي.

تقریبا نهه میلیونه نهه لکه او نهه نوي زره او پنځه سوه افغانۍ مرسته ترلاسه کړې چې ټول مجموعي لګښت مو لس میلیونه او څلور لکه او اوو څلویښت زره افغانیو ته رسیږي.″


د ډاکټر اشرف غني احمدزي د انتخاباتي کمپاین د مالي چارو مسوول اسدالله صالحي ازادۍ راډیو ته وویل، له ټاکلي قانوني اندازې یې کمې پیسې مصرف کړي دي:

″زه په اطمینان سره تاسو ته ویلای شم چې ډاکټر اشرف غني احمدزي په دې ټاکنو کې له اوو نه تر اوو نیم میلیونه افغانیو پورې مصرف کړی دی.

نور غونډې چې په ولایتونو کې جوړې شوې دا په خپلو د خلکو کار و ولسونو په کې برخه اخیستې موږ خپله هم نه دي غوښتي چې په کې ډېره مداخله وکړو.″


له بلې خوا د انتخاباتو څارونکې په افغانستان کې ناسم مالي سیسټم، د دقیقې څارنې نشتوالی او نامشروعه مالي سرچېنې هغه څه بولي چې په خبره یې د مالي راپورونو شفافیت له منځه وړي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د موسسې ویاند فهیم نعیمي ازادي راډیو ته وویل، د انتخاباتي کمپاینونو په مالي لګښتونو منظمه څارنه نه ده شوې او د کاندیدانو د ادعاوو په خلاف به مالي لګښتونه زیات وي:

″په افغانستان کې مالي سیسټم داسې منظم نه دی. تر ډېره پورې پيسې د خلکو سره دي په فزیکې توګه په بانکونو کې نه دي.

د پيسو شمېر او اندازه هم ډېره مشکله ده چې د ټاکنو کمیسیون پرې پوه شي چې دا پيسې څنګه مصرفیږي د چا د خوا نه څنګه اخیستل شوي دي.

مشاهد او ناظر سازمانو لپاره هم داسې فرصت نشته چې وکولای شي په دقیقه توګه په دې برخه کې نظارت وکړی.″

په اکثریت ولایتونو کې انتخاباتي کمپاینونه او سترې غونډې هغه څه دي چې د کارپوهانو په خبره د لګښتونو په برخه کې د ځینو کاندیدانو وړاندې شوي ارقام ناسم راباسي.

په نورو هېوادونو کې له قوانینو سره سم د انتخاباتي کمپاینونو او غونډو مالي راپورونه په ټاکلې موده خپریږي خو په افغانستان کې لا هم عامو خلکو ته د اطلاعاتو د رسیدو په برخه کې تېروتنې او تیرویستنې کېږي.

راپور: صفي الله ستانکزی