بغلان کې د ملي پیوستون ۷ پروژې نن بشپړې او ګټې اخیستنې ته وړاندې شوې

په بغلان کې د ملي پیوستون ۷ پروژې نن بشپړې او ګټې اخیستنې ته وړاندې شوې.

د دې ولایت د ملي پیوستون د پروګرامونو ریس عبدالحسیب سیدخیل ازادي راډیو ته وویل، چې دغه پروژې د خوشت او جلګې ولسوالیو په سیمو کې بشپړې شوي.

په دې پروژو کې پلچک، د اوبو رسونې د کانالانو کیندل او استنادي دیوالونه شامل دي.

د بیارغوې په اړه یوه بل خبر کې اوری چې د نورستان په مرکز کې نن یو لس بستریز روغتیایي کلینک ګټې اخیستنې ته وړاندې شو.

ددې ولایت د والي ویاند ظاهر بهاند ازادي راډیو ته وویل، چې اوس دغه کلینیک په کرایي تعمیر کې دی او د کال تر پایه به روغتون ته ارتقا وکړي او په لس جریبه ځمکه کې به ودانۍ ورته جوړه شي.