په اروپا کې د امنیت او همکارۍ د موسسې لپاره د ازادو رسنیو استازې وايي، په اوکراین کې د راپور ورکولو لپاره شرایط خطرناک پړاو ته رسېدلي دي.
دونیا میاتوویچ (Dunja Mijatovic) دا خبره خارکوف، اودیسه او کییف ته له درې ورځني سفره وروسته پرون وکړه.
دې هلته د دغو سیمو له ژورنالیستانو او دغه راز د دونیڅک، میکولایف او کریمیا له خبریالانو سره هم ولیدل.
میانوویچ وویل، د اوکراین په کړکېچنو سیمو کې پر خبریالانو هم فزیکي او هم رواني بریدونه کېږي.
مېرمن میانوویچ وویل چې په کړکېچنو سیمو کې خبریالان نه یوازې وهل کېږي او نیول کېږي بلکې د خبریالۍ وسایل یې ماتېږي او هره ورځ خبرداري ورکول کېږي.
دې د اوکراین له خبریالانو وغوښتل چې په خپل منځ کې یووالی وساتي او د حقایقو په اړه د راپورونو د ورکولو ترڅنګ ځانونه وساتي.