د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمیسون مسوولین وایي، د رایو ټول هغه صندقونه باید قرنطین شي، چې په اړه یې جدي شکایتونه موجود دي.
د دې کمیسون ویاند د چهارشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، چې تر اوسه څه باندې اته نیم سوه داسې جدي شکایتونه ورسیدلي، چې کیدای شي د انتخاباتو په نتیجو هم اغیز وکړي.
د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون وایي، چې جدي شکایتونو شمېر زیات شوي او دوی غوښتنه کړې، چې په همدې شکایتونو پورې اړوند د رایې ورکونې د محلونو صندقونه باید قرنطین شي.
د انتخاباتي شکایتونو کمیسون ویاند نادر محسني د چهارشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، چې د دې کمیسون د تګ لارې له مخې اته سوه او نوي شکایتونه په لومړی درجه کې راځي، چې د نورو په پرتله جدي دي.
هغه وویل، کله چې دغه شکایتونه وڅیړل شي نو ښایي د انتخاباتو په نتیجې هم اغیز وکړي:
″له ټول افغانستانه د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو د کاندیدانو او د انتخاباتو د خپلواک کمیسون د کارکوونکو په اړه اته سوه او دوه نوي شکایتونه ثبت شوي دي، چې دا په الف کټګورې کې شاملې دي.
کله چې دغه شکایتونه وڅیړل شي ښایي په رایو کې بدلون راولي.
موږ د ټولو هغو شکایتونو په اړه چې په الف ډله کې شامل دي پریکړه وکړه، چې صندقونه، مرکزونه او د رايي ورکونې سیمې دې قرنطین شي.″
نوموړی وایي، د هغو مرکزونو د رایو په اړه دوی جدي څیړنې کوي، چې په وړاندې یې دغه شمېرشکایتونه موجود دي.
نادر محسني وویل، چې د انتخاباتو له خپلواک کمیسون سره په همغږۍ کې به د قرنتین شویو صندقونو د پرانیستلو او رایو شمېرنې لپاره به یې یو پلاوی وټاکل شي.
هغه وایي، چې دغه صندقونه به د رسنیو، مدني ټولنو، د جمهوري ریاست د کاندیدانو او سیاسي احزابو د استازیو په مخکې وکتل شي.
سره له دې چې د حمل د شپاړسمې نیټې په انتخاباتو کې د خلکو ګډون ډیر پراخ وو، خو په دې انتخاباتو کې د سرغړونو او تقلب په اړه هم شکایتونه شوي دي.
د انتخاباتي شکایتونو کمیسون ویاند وویل، چې مدني ټولنو په انتخاباتو کې د درغلیو په اړه یو رپوټ چمتو کړې چې دوی یې لست د انتخاباتو خپلواک کمیسون ته استولې دې.
نادر محسني وویل، چې دغه لست د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ او د انتخاباتو د شفافیت بنسټ له خوا جوړ شوې دې:
″موږ نن د هغو پنځه سوه او شپاړس شکایتونو لست د انتخاباتو خپلواک کمیسون ته ولیږه چې دغو دریو نړیوالو ادارو جوړ کړې وو.
له مرکزه چې موږ کوم رپوټونه درلودل او له دې سره یې توپیر درلوده د انتخاباتو خپلواک کمیسون ته ولیږه چې باید د قرنتین شویو رایو په ډله کې شامل شي.″
په انتخاباتو کې د درغلیو په اړه عامو افغانانو انتقادونه کړي او د جمهوري ریاست یو شمیر کاندیدانو یې هم په اړه عکس العملونه ښودلي دي.
خو د انتخاباتي شکایتونو کمیسون مسوولین وایي چې ټول شکایتونه د اسنادو او شواهدو له مخې څیړل کیږي.
ټاکل شوې ده د انتخاباتي لومړني نتایج د ثور په څلورمه او د وروستي نتایج د ثور په څلورویشتمه اعلان شي.
هر هغه کاندید چې په انتخاباتو کې یې پنځوس جمع یو رایه واخیسته هغه به د جمهوري ریاست د انتخاباتو ګټونکې وي.
راپور: جمیله ظریف