د اکراین په ختیځ کې نن داسې زغروال موټر لیدل شوي دي چې د روسیې بیرغونه پرې لګول شوې وو.
دغه موټر د کراماتورسک د ښار له لارې د سلوفینسک ښار ته داخله شول.
رویټرز اژانس د یوه عیني شاهد په وینا خبر ورکړ، چې موټر د سلوفینسک د ښار د ښاروالي د دفتر مخې ته ودریدل، دغه دفتر لاهم د بیلتون غوښتونکو په لاس کې دی.
په لسګونو کسان چې وسلې ورسره وې د زغروالو موټرو پر سر سپاره وو. په عین وخت کې بیلتون غوښتونکي نن د دونیڅک د ښار ښاروالي ته ورننوتل.
د اکراین په ختیځ کې په لږترلږه اتو نورو ښارونو کې بیلتون غوښتونکي د دولتي ودانیو د نیولو هڅو ته دوام ورکوي.
د اکراین امنیتي ځواکونو پرون د تروریستانو پرضد عملیات د اکراین په ختیځ کې پیل کړل او په کراماتورسک کې یې یو وړوکی پوځي هوایي ډګر ونیو.
له بل پلوه د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین خبرداری ورکړی دی، چې اوکراین د کورنۍ جګړې په درشل کې دی.
روسیه د اکراین او لویدیځ دا تورونه ردوي چې په اوکراین کې ناکرایو ته لمن وهي.