د پوهنې وزیرد معارف په برخه کې د چین د مرستو د زیاتیدو غوښتنه وکړه


د افغانستان د پوهنې وزیرد معارف په برخه کې د چین د مرستو د زیاتیدو غوښتنه وکړه.

فاروق وردک پرون د ساینس او ټکنالوژي د مرکز د پرانیستلو پرمهال چې د چین په کومک د کابل پوهنتون تر څنګ جوړ شوی دی، وویل، هیله لرې چې چین د افغانستان د پوهنې په برخه کې خپلې مرستې زیاتې کړي.

په ورته وخت کې په کابل کې د چین سفیر دینګ شي جون چې په دې مراسمو کې یې برخه اخیستې وه، افغانانو ته د خپل هیواد د مرستو ډاډ ورکړ.

د چین سفیر وویل، چې په تیرو دولسو کلونو کې پیکنګ له افغانستان سره د اوبه خور، لوړو زده کړو او روغتیا په برخو کې مرستې کړې دي.