د جنوبي کوریا یوې کشتۍ چې شاوخوا درې نیم سوه تنه په کې سپاره دي د عاجلې مرستې پیغام استولی دی.
د جنوبي کوریا ساحلي ګارډ وویل، د مرستې زیګنال یې ترلاسه کړي او زیاته یې کړه چې مسافر وړونکې کشتۍ په جنوب لویدیځ ساحل کې له فعالیته لویدلې ده.
د کوریا رسنۍ وایي، کشتۍ په ډوبیدو ده.
د ژغورنې کشتۍ د پیښې ځای ته استول شوي دي.
د کوریا د ټلویزیوني شبکو د خبر له مخې د کشتۍ اکثره سپرلۍ زده کونکي دي چې د ښونځي له خوا په یوه علمي سفر د جیجو ټاپو ته تلل.
خو دغه راپورونه تر اوسه پورې د جنوبي کوریا ساحلي ګارډ نه دي تایید کړي.