"مالیې وزارت له نړېوال بانک سره د ۴ پروژو تړون لاسلیک کړ"

د افغانستان د مالیې وزارت له نړېوال بانک سره د دوه سوه او پنځه پنځوس اعشاریه پنځه میلون ډالرو په ارزښت د څلورو پروژو یو تړون لاسلیک کړ.

د مالیې وزارت ویاند عبدالقادر جیلاني د شنبې په ورځ آزادي راډیو ته وویل چې؛ په دې تړون کې چې د افغانستان د مالیې وزیر ډاکټر حضرت عمر زاخیلوال او په جنوبي آسیا کې د نړیوال بانک مشر فلیپ لي هوریو تر منځ لاسلیک شو؛ بریښنايي خدمات، ټولنیز خدمات او د حرفه یي زده کړو روزنه شامل دي.

له جیلاني سره جمیلې ظریف مرکه کړې او په پیل کې یې ورنه د دې پروژې په اړه پوښتلي دي.

Your browser doesn’t support HTML5

د مالیې وزارت له ویاند عبدالقادر جیلاني سره مرکه