په سوریه کې د اسلامي ډلو ترمنځ په نښته کې ۲۵ جنګیالي وژل شوي

د سوريې د څارونکو يوه ډله وايي؛ د دغه هېواد په ختيځ کې د سيالو ياغي اسلامي ډلو ترمنځ په خونړۍ جګړه کې ۲۴ جنګيالي وژل شوي دي.

د سوريې د بشري حقونو څارونکي وايي؛ پرون د عراق پولې ته نژدې د ديرالظهور د تېل لرونکي ولايت د البوکمال ښارګي په شاوخوا کې جګړه ونښته.

په دې جګړه کې د عراق او شام د اسلامي دولت او نصره جبهې ياغيان برخه لري.

نُصره جبهه له القاعده څخه جلا شوې ډله ده.

د سوريې د بشري حقونو څارونکو وويل؛ د شام او عراق د اسلامي دولت جنګيالي د سږ کال په لومړيو کې له البو کمال ښارګي وايستل شول.