جوبایډن د مونټنیګرو او سلواکیا له مشرانو سره د اکراین په اړه خبرې وکړې

د امریکا د متحده ایالاتو مرستیال جمهور رییس جو بایډن د مونټنیګرو او سلواکیا له مشرانو سره د اکراین پر حالاتو بحث وکړ.

بایډن د سه شنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د مونټنیګرو له صدراعظم میلو ډیوکانویڅ سره وکتل او دواړو مشرانو د بالکان حوزې د حالاتو او دغه راز پر اکراین باندې د روسیې د فشار په اړه خبرې وکړې.

د امریکا مرستیال جمهور رییس له ناټو سره د مونټنیګرو د یوځای کېدو هڅې وستایلې او ویې ویل، متحده ایالات له اروپا سره د مونټنیګرو د نږدې اړیکو ټینګولو د هیلو ملاتړ کوي.

سپینه ماڼۍ وایي، جو بایډن دغه راز په ټيلفون کې د سلواکیا له صدراعظم رابرت فیسو سره خبرې وکړي او دواړو مشرانو د روسیې له خوا د اکراین له ځمکني حاکمیت څخه د سرغړونې او په دې هېواد کې د راتلونکو انتخاباتو په اړه بحث وکړ.

جو بایدڼ له سلواکیا څخه مننه وکړه چې؛ اکراین ته یې د انرژۍ بله لار پرانیستې ده. لویدیځ هېوادونه دا لار مهمه بولې او داځکه چې د روسیې په طبیعي غاز به د اروپا تکیه کمه کړي.