د ایرلنډ ولسمشر بریتانیا ته یو تاریخي سفر وکړ

د ایرلنډ ولسمشر مایکل هیګینس پرون بریتانیا ته ولاړ. له نژدې یوې پیړۍ راهیسې چې ایرلنډ خپلواکي ترلاسه کړې ده؛ دا د دغه هېواد لومړی ولسمشر دی چې؛ په رسمي سفر بریتانیا ته ځي.

هیګینس د بریتانیا پارلمان ته په وینا کې د ایرلنډ او بریتانیا تودې اړیکي وستایل. ده وویل، چې دواړه هیوادونه دا ویاړ لري چې؛ په شمالي ایرلنډ کې یې سوله ټینګه کړه؛ خو لاهم هلته د دایمي سولې لپاره کار په کار دی.

د ایرلنډ او بریتانیا اړیکي په ۱۹۹۸ کال کې وروسته تر دې تاوده شول چې؛ د بریتانیا د ایالت، شمالي ایرلنډ پر سر له څو لسیزو راپه دې خوا د شخړو د پای ته رسیدو لپاره دواړه هېوادو یو تړون لاسلیک کړ. تر دې وروسته په دوه زره یوولسم کال کې د بریتانیا ملکې دوهمې الیزابت ایرلنډ ته تاریخي سفر وکړ.