نور: د انتخاباتو د نتایجو په اړه دې اټکلونه نه کیږي

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسون له افرادو، کاندیدانو او رسنیو غوښتي دي چې د انتخاباتو د نتایجو په اړه دې اټکلونه نه کوي او د د دوی له خوا د نتایجو تر اعلان مخکې دې یو او بل کاندید دې بریالۍ نه بولي.

د دې کمیسون ویاند نورمحمد نور ازادي راډیو ته وویل، د قانون له مخې یوازې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د رایو نتایج اعلانولای شي او تر دې پرته نور هر څوک چې د انتخاباتو د نتایجو په اړه څرګندونې کوي نه یوازې دا چې اټکلونه دي بلکې له قانون څخه سر غړاوی دی.

د انتخاباتو خپلواک کمیسون له کاندیدانو، خلکو او رسنیو غوښتي دي چې، دوی ته دې وخت ورکړي؛ څو د شنبې د ورځې د انتخاباتو نتایج د راۍ پاڼو له راټولولو او شمېرلو ورسته اعلان کړي.

د دې کمیسون ویاند نور محمد نور، له اشخاصو، رسنیو او کاندیدانو څخه وغوښتل چې، د دوی له خوا د نتایجو تر اعلان مخکې دې په دې اړه خپله اټکلونه نه کوي او د خلکو ذهنونه دي نه ګډوډوي. ښاغلي نور په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

″زموږ کلکه غوښتنه له رسنیو، ویب پاڼو او د ډله ییزو رسنیو له چارواکو څخه دا ده چې؛ د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته وخت ورکړل شي؛ څو پایلې له ټولو ولایتونو څخه راغونډې کړي؛ پروسیس یې کړي او د خلکو د رایو په اساس پایلې خلکو ته ښکاره شي. همدارنګه له ټولو کاندیدانو څخه مو غوښتنه دا ده چې؛ دوی دې وړاندوینې نه کوي. هر هغه څه چې په دیګ کې وي هغه به کاسې ته راووځي.″


ښاغلي نور وویل دوی ژمن دي چې په راتلونکو څو ورځو کې به د فیصدۍ پر بنسټ د انتخاباتو قسمي نتایج اعلان کړي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسون وايي، چې په ټول افغانستان کې د رایو صندوقونه د ولایتونو مرکزونو ته انتقال شوې دي او یوازې په څو ولسوالیو کې پاتې دي چې د نن ″سې شنبې″ د ورځې تر پای پورې به هغه هم ولایتي مرکزونو ته انتقال شي.

خو دا هر څه به د انتخاباتو مرکزي دفتر ته کله رسیږي؟ نور محمد نور وویل، چې د مرکزي زون د مواد انتقال بشپړ شوی او د دوی د ټاکلي پلان سره سم به د اپریل تر پنځلسمې نیټې پورې د ټولو ولایتونو د نتایجو پاڼې مرکزي دفتر ته ورسیږي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسون وايي، د شنبې د ورځې د ولسمشری د انتخاباتو قسمي نتایج به د فیصدی پر بنسټ په راتلونکو څو ورځو کې اعلان کړي.

لومړي نتایج به یې د غوایه د میاشتې په څلورمه نیټه رسما اعلان کړي او وروسته له هغې چې د انتخاباتي شکایتونو کمیسون په دې برخه کې ټول شکایتونه وڅیړي د انتخاباتو وروستي رسمي نتایج به د غوایه د میاشتې په څلورویشتمه نیټه اعلان شي.

د افغانستان د شکایتونو خپلواک کمیسون د دوشنبې په ورځ وویل، تر اوسه ورته په انتخاباتو کې د درغلیو او له قانونه د سرغړاویو دوه زره یوسلو څلور ویشت شکایتونه رسیدلي دي.

د انتخاباتي شکایتونو د کمیسون مشرعبدالستار سعادت وویل، چې په دې کې یوسلو دولس شکایتونه د ولسمشرۍ د څوکۍ د کاندیدانو اړوند دي.

ښاغلي سعادت ټینګار وکړ، چې کمیسون به یې ټول شکایتونه په دقت او بې طرفۍ سره وڅیړي او په اړه به یې پریکړې وکړي.