رایه ورکوونکو له چارواکو د شفافیت جدي غوښتنه وکړه

د کابل یو شمېر رایه ورکوونکي د افغانستان د ټاکنو خپلواک کميسيون له چارواکو د شفافیت جدي غوښتنه کوي.

د وري شپاړسمه او په کابل کې دا شېبه په شېبه باراني ورځ پای ته ورسېده.

سهار تر اوو بجو مخکې د ګڼو مرکزونو دروازو ته رایه ورکوونکي ولاړ وو، مېرمنو له بارانه د ځان ساتلو لپاره پلاستیکونه پر سر نیولي وو، د ډيرو سپين ږیرو له ږیرو د باران څاڅکي څڅېدل او د مخ په ګونځو کې یې اوبه ځلېدې. ګڼ هغه زلمکي چې عمرونه یې لا اتلسو ته ندي رسیدلي، چې باران به لږ تم شو نو فوټبال به یې پېل کړ.

ورځ ماښام شوه، رایې واچول شوې، خو له ځینو سره دا انديښنه ده چې موږ خو خپل حق ادا کړ، خو زموږ د حقونو ساتنه او دفاع به وشي او که نه؟

اکثره رایه ورکوونکي که یو خوا د خپلې خوښې وړ نوماندانو نه غواړي چې له بریالي کیدو وروسته دې په خپلو ژمنو ودريږي، نو بل خوا د افغانستان د ټاکنو خپلواک کميسيون نه هم غواړي چې د هر راز درغلی مخه نیول اوس د دوی کار دی، له دوی یې دوو کسانو ازادي راډیو ته وویل:

″زما نوم عبدالعزيز دی، هر څوک چې قدرت ته ورسید، باید خپلې خاورې، خپل ملت، ناموس او د دې هیواد بچیانو ته خدمت وکړي.

زما نوم محمدضمير دی، زموږ رایه ارزښت لري، باید درناوی ورته وشي او د ټاکنو کميسيون باید د هر راز درغلی مخه ونيسي″


د ټاکنو خپلواک کميسيون بیا وايي، چې په ټاکنو کې به د هر راز درغلۍ مخه ونيسي. امنيتي ځواکونو هم ژمنه کړې چې هيچا ته به هم په ټاکنو کې د درغلۍ او لاسوهنې اجازه ورنه کړي.د کار پوهانو په وینا په ټاکنو کې د خلکو ګډون بې ساری و.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کميسيون د مالوماتو له مخې په ټول کابل کې د رایې اچونې په ۵۵۷ مرکزونو کې ۲۴۴۵ محلونه د رایه ورکوونکو پر مخ پرانيستل شوي وو.

که څه هم په ټاکنو کې د درغلیو او لاسوهنې انديښنې وې خو ځينې څاروونکي بیا وايي چې د لاسوهنې او درغلۍ هيڅ کومه جدي پيښه یې نده تر سترګو شوې. د اروپايي ټولنې یو څارونکی رابرت دیکسن او د افغانستان د عادلانه او ازاده ټاکنو ادارې یو مسؤل فخرالدین مهري د رایې اچونې د دوو مرکزونو په اړه ازادي راډيو ته وویل:

″ټاکنې ډيرې مهمې دي، دا ډيره ښه او لویه خبره ده چې خلک د رایې ورکولو لپاره په صفونو کې په تمه ولاړ دي، ما په دې مرکز کې هيڅ کوم مشکل ندی لیدلی، دا ډیر ښه و.

تر اوسه چې موږ څومره څار کړی، کومه درغلي او یا لاسوهنه مو نده تر سترګو شوې، له هره پلوه ښه و.″


د جمهوري ریاست او د ولایتي شوراګانو د رایې شميرنې پروسې د څارنې لپاره ګڼ شمېر ملي او بین المللي څارونکو پخپل کار پېل کړی دی. د افغانستان د ټاکنو خپلواک کميسيون د مالوماتو له مخې ټاکل شوې چې د رایې شمېرنې لومړنۍ پایلې به د غويي میاشتې پر څلورمه نیټه اعلان شي.

Your browser doesn’t support HTML5

رایه ورکوونکو له چارواکو د شفافیت جدي غوښتنه وکړه



راپور: نورګل شفق