"افغانانو د رایو ورکولو پر مهال د طالبانو د ګواښونو پروا ونکړه"

زیات شمېر لویدیځو ورځپاڼو د افغانستان د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو د نن ورځې انتخاباتو په اړه مضمونونه خپاره کړي دي.

امریکا چاپ، باسټن ګلوب ورځپاڼې د جمهور رئیس کرزی هغه عکس خپور کړی، چې د رایو په یوه مرکز کې خپله رایه په صندوق کې اچوي او لیکي:

افغانان په پوره شوق او لیوالتیا د رایو مرکزونو کې لیکه ولاړ دي، د طالب وسله والو د ګواښونو خیال نه ساتي او په ډموکراتټیک ډول د قدرت د انتقال په دغې پرسه کې ګډون کوي.

بیلفاست ټیلګراف ورځپاڼې د کابل په ختیځ کې د رایي ورکوونې په یوه مرکز کې د یوې څلویښت کلنې افغانې، نازیه عزیزي دا خبره راخیستې چې وایي:

″زه له جګړو څخه سخته ستړې شوې یم، زه د افغانستان لپاره سوکالې او امنیت غواړم، له همدې امله دلته راغلي یم چې رایه ورکړم.″

ورځپاڼه لیکي: نړېوال ځواکونه د روان عیسوي کال په پای کې له افغانستانه وځي او د افغانستان د بې ثباته کیدو اندیښنې له خلکو سره موجودې دي، خو دا مهم انتخابات که په سم ډول ترسره شي، دا به د جمهور رئیس حامد کرزي د دورې یوه ډیره ستره لاسته رواړنه وي.

بیلفاست ټیلګراف ورځپاڼه زیاتوي، نړېوال چارواکي او څیړونکي په دې باور دي، چې د افغانستان په انتخاباتو کې ممکن درغلي وشي، خو د انتخاباتو چارواکو له تیرو انتخاباتو څخه ښې تجربې ترلاسه کړي او داسې سخت مقررات یي وضعه کړي چې د درغلیو امکانات به ډیر کم وي.

د کاناډا یوې انټرنیتې ورځپاڼې: ″افغانانو په انتخاباتو کې د رایو ورکولو پر مهال د طالبانو د ګواښونو خیال ونه ساته –

ترسرلیک لاندې یو مضمون خپور کړی او په یوه برخه کې یي راغلي:

افغانان د رایو په مرکزونو کې لیکه ولاړ دي، روحیات یي ډیر عالي دي او لیوالتیا یي ډیره زیاته ښکاري.

ورځپاڼه لیکي:

په زرګونو افغان امنیتي ځواکونه په لارو او کوڅو کې ځای پرځای شوي او د رایو مرکزونو ته د غزیدلو لارو په اوږدو کې خلک او موټرې لټوې ، ځینو رایي ورکونکو ویلې چې ان دوي درې ځلې لټول شوي دي.

کاناډایي ورځپاڼې د جمهور رئیس حامد کرزي هغه خبره راخیستې چې د رایو په یوه مرکز کې یي د رايي اچوونې پرمهال وکړه او ویي ویل:

″د افغانانو لپاره دا ورځ ځکه ډیره مهمه او حیاتي ده، چې د خپل ملت راتلونکي ټاکي.

موږ افغانان به د سري رایو له لارې د ولایتي شوراګانو استازي او دغه راز راتلونکی جمهور رئیس وټاکو.″

ورځپاڼه زیاتوي، په دي انتخاباتو کې د ښځو ونډه د تیرو انتخاباتو په مقایسه ډیره زیاته ده.

افغانانې اندیښمنې دي، چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به دوي هغه لاسته رواړنې له لاسه ورکړي چې په تیرو څو کلونو کې یي په سختی سره تر لاسه کړي دي.