د ورکې مالیزیايي الوتکې د لټون عملیات د استرالیا په سواحلو کې پیل شوي دي



د مالیزیا د یوې ورکې الوتکې د لټون عملیات د استرالیا د سواحلو په لېرې پرتو اوبو کې د سمندر په تل کې پیل شوي دي.

په دې لړ کې د لومړي ځل لپاره د امریکا سمندري ځواک د الوتکې د تور بکس د موندلو وسایل ځای پرځای کړي، ځکه د دې وسیلې بترۍ په ختمېدو دي.

استرالیايي چارواکي وايي، د توربکس د موندلو وسیله به د استرالیا د سمندري ځواک د یوې کشتۍ په وروستۍ برخه کې نصب شي.

د مالیزیا د هوايي شرکت بویینګ ۷۷۷ الوتکه چې ۲۳۹ سپرلۍ یې درلودې، د مارچ په اتمه له کوالالمپور څخه پېکېنګ ته پر لاره وه چې له د رادار له صفحې ورکه شوه. په نننیو عملیاتو کې د استرالیا د پرت Perth ښار د لویدیځ او شمال لویدیځ په ۱۶۸۰ کیلومترۍ کې د نژدې دوه سوه او درویشت زره کیلومتره مربع ساحه کې تر ۱۴ پورې الوتکې او ۹ کشتۍ برخه لري.