د خوست په تڼیو ولسوالۍ کې د اسویشیټډ پریس خبري اژانس یوه خبریاله ووژل شوه

د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د اسویشیټډ پریس خبري اژانس یوه خبریاله ووژل شوه او بله ټپي ده.

راپورونه وايي، دغه پېښه نن سهار نهه بجې د ولسوالۍ په ودانۍ کې هغه وخت رامنځته شوه، چې د پولیسو په یونیفورم کې یوتن پر دوی ډزې وکړې.

ویل کیږي، وژل شوې خبریاله پنځوس کلنه انده نیدرس ګوس نومېده او ټپي شوې خبریاله کیټي نومیږي.

د خوست ولایت د عامې روغتیا ریاست ډاکټران وايي، چې د ټپي خبریالې روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ دی.

په دې اړه به نور معلومات وروسته خپاره شي..