اسلم: هيله ده ګڼ شمېر افغانان به په انتخاباتو کې برخه واخلي

د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت ويانده مېرمن تسنيم اسلم

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، هيله ده چې د وسله والو طالبانو د ګواښونو سربېره به ګڼ افغانان په راتلونکېو ولسمشريزو ټاکنو کې برخه واخلي.

دا څرګندونۍ د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياندې مېرمن تسنيم اسلم د پنجشنبې په ورځ د پاکستان په پايتخت اسلام اباد کې په خپلې اوونيزې خبرې غونډه کې وکړې.

د پاکستان د دولتي راډيو د راپور له مخې، مېرمن اسلم همدا راز ويلي، چې هېواد به يې په افغانستان کې د انتخاباتو پرمهال له افغانستان سره په ګډه پوله امنيتي تدابيرلا سخت کړي او د غېر قانوني تګ راتګ مخه به ونيسي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت څرګندونې په داسې وخت کې کوي، چې دې وزارت د روانې مياشت په لومړۍ نیټه د افغان حکومت هغه تورونه رد کړي وو، چې وايي په افغانستان کې د وروستيو ترورېستي بريدونو تر شا د پاکستاني استخباراتو لاس دى.

د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياندې يو ځل بيا پردې خبرې ټينګار وکړ، په داسې حال کې چې په کابل کې او د افغانستان په نورو سيمو کې د ترورېستي بريدونو مسووليت افغان طالبانو منلى دى، د افغان دولت له خوا پر پاکستان لګول شوي تورونه د خپګان وړ دي.

مېرمن اسلم همدا راز وويل، په افغانستان کې د انتخاباتو د امنيت ټينګول د افغان ملي اردو دنده ده، خو که چېرې افغان دولت وغواړي نو په دې لړ کې ورسره پاکستان مرستې ته تيار دى.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت دا څرګندونې په داسې وخت کې کوي، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان له خاورې د افغانستان پر سرحدي امنیتي پوستو د حملو د ډیریدو په غبرګون کې د نوموړي هېواد سفیر د تېرې دوشنبې په ورځ دې وزارت ته ور وغوښت او د وروستيو بريدونو په اړه يې ورته اعتراض وکړ.

که څه هم پاکستان په ښکاره تل وايي، چې د افغانستان د سولې له بهير سره مرسته کوي، خو افغان دولت بيا پر دې خبرې ټينګار کوي، چې پاکستان دې د افغانستان د سولې له بهير سره صادقانه مرسته وکړي او په دې لړ کې جدي ګامونه پورته کړي.

همدا راز د پاکستان د سياسي چارو يو شمېر څارونکې هم په دې نظر دي، چې پاکستان اوس هم په افغانستان کې لاسوهنه کوي او د دوى په خبره، همدا لامل دى چې د پاکستان حکومت د افغانستان پولې ته څېرمه په قبايلي سيمو په ځانګړې توګه په شمالي وزيرستان کې د مېشتو هغو سخت دريځه وله والو پر ضد جدي ګامونه، نه پورته کوي چې له دې ځايه افغانستان ته اوړي او هلته ترورېستي بريدونه کوي.

راپور: ذبيح شفق