فرانس میلین: افغانان باید په انتخاباتو کې د پراخ ګډون په وسیله په دې بهیر کې د فساد مخه ونیسي

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې مسئولین وایي، چې افغانان باید په انتخاباتو کې د پراخ ګډون په وسیله په دې بهیر کې د فساد مخه ونیسي.

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې سفیر او ځانګړي استازي فرانس میلین نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې په دې انتخاباتو کې د فساد احتمال شته.
غږږږږږ
دا ډیره مهمه ده، چې افغانان په ګډه کار وکړي او د امکان تر حده دا انتخابات ښه کړي، هر افغان کولای شي چې په خپلې رایې سره بدلون رامنځ ته کړي، ډیرې رایې ښې دي.

اروپایي ټولنې د افغانستان د انتخاباتو لپاره شپاړس څارونکي رالیږلي او دې څارونکو څه باندې دوه اونۍ وړاندې خپل کارونه پیل کړل.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون شااوخوا دوه نیم لکه افغان څارونکو ته هم کارتونه ورکړي چې د انتخاباتو بهیر وڅاري.