اروپایي ټولنې د کورنیو چارو وزارت د ځانګړو ځواکونو اته سرتیري وستایل

اروپایي ټولنې د کورنیو چارو وزارت د ځانګړو ځواکونو اته سرتیري د دې لپاره وستایل، چې په کابل کې وروستۍ انتحاري حملې یې ښې مهار کړې وې.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیر او ځانګړي استازي فرانس مایکل میلبن نن په یوه خبري غونډه کې دې اتو سرتیرو ته ستایلنلیکونه هم ورکړل.

موږ نه شو کولای چې دلته له ځان سره د افغانستان ټول پولیس ولرو، تاسو هر یو د افغانستان د پولیسو د شجاعت، فعالیتونو او رهبرۍ استازیتوب کوی.

د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال ایوب سالنګي هم له اروپایي ټولنې څخه د دې په خاطر مننه وکړه، چې پولیسو ته د مرستو برابرو په برخه کې کار کوي.

په تیرو څه باندې دوو اونیو کې پنځه ځله په کابل کې انتحاري او ډله ییزې حملې وشوې.