راسموسن: ایساف به په انتخاباتو کې له افغان امنيتي ځواکونو سره مرسته وکړي

د ناټو سرمنشي اندريس فوګ راسموسن وايي، چې ايساف ځواکونه به د افغانستان د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو په انتخاباتو کې له افغان امنيتي ځواکونو سره مرسته وکړي.

راسموسن، چې پرون په بروکسل کې د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو د غونډې په پای کې خبرې کولې، وويل: د امنيتي چارو مشري به افغان امنيتي ځواکونه کوي:

″په داسې حال کې چې ايساف ځواکونه به ملاتړ کوي، افغان ځواکونه به په ټول هېواد کې مشري کوي، تر کومه ځايه چې د انتخاباتو لپاره له تياريو ښکاري، دوي تعهد، زړه ورتيا او مسلکي مهارت ښودلي دي.″

د ناټو سرمنشي په عين حال کې وويل، چې تر ټولو مهمه دا ده چې انتخابات شفاف او باوري وي څو د هغو پايلې د افغانانو لپاره د منلو وي.

ټاکل شوې ده، چې د را روانې شنبې په ورځ د افغانستان د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو انتخابات ترسره شي.