د امريکا متحد ايالتونه وايي، په ملګروملتو کې د ايران د استازي په توګه د حميد ابوطالبي احتمالي ټاکنه به ځوروونکې وي.
د امريکا حکومت تر اوسه پورې ابوطالبي ته، چې په ۱۹۷۹ ميلادي کال په تهران کې د امريکا د سفارت په نيولو او د امريکايي ديپلوماتانو په برمته کولو کې په لاس لرلو تورن دی، وېزه نه ده ورکړې.
د متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو وزارت ويندويې ماري هيرف پرون خبريالانو ته وويل، واشنګټن د ايران حکومت ته د ابوطالبي د احتمالي نومونې په اړه خپله اندېښنه ښکاره کړې ده.
ابوطالبي، چې په څو هېوادونو کې د ايران د سفير په توګه کار کړی، ويلي چې ده يوازې د برمته وو د ترجمان په توګه کار کړی او په خپله يې د سفارت په نيولو کې رول نه درلود.
ځينو پخوانيو امريکايي ديپلوماتانو، چې په ايران کې يرغمل شوي ول، له خپل حکومته غوښتي چې ابوطالبي ته وېزه ورنه کړي.