یوناما: انتخاباتو کې به هیڅ ډول بهرنۍ مداخله ونه شي

Your browser doesn’t support HTML5

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی وایي، د دې هېواد په انتخاباتو کې به دا ځل هیڅ ډول بهرنۍ لاسوهنه ونه شي. یان کوبیش نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې دا انتخابات د افغانستان لپاره مهم دي او افغانان باید په ډیر جرئت سره خپلې رایې وکاروي.