نورستاني: دسکوت په مرحله کې دې انتخاباتي مبارزې نه کیږي

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایي، د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو د کاندیدانو د کمپاینونو وخت، د چهارشنبې د شپې په دولسو بجو پای ته رسیږي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایي، د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو کاندیدان باید د چهارشبنې د شپې له دولس بجو وروسته انتخاباتي مبارزې ونه کړي او د ټاکلي مهال وروسته باید ۴۸ ساعته د سکوت مرحله مراعات کړي.

د دې کمیسیون ريیس ډاکټر یوسف نورستاني د چهارشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، د انتخاباتي مبارزو د سکوت په مرحله کې باید د افغانستان خلک پریښودل شي چې، د حمل د شپاړسمې ورځې تر سهاره پورې فکر وکړي څو رایې ورکولو ته تصمیم ونیسي:

″د چهارشنبې د شپې په دولسو بجو د انتخاباتي مبارزو وخت پای ته رسیږي او له هغې وروسته د سکوت مرحله راځي.

موږ هیله کوو، چې د چهارشنبې د شپې له دولس بجو وروسته دې انتخاباتي مبارزو ته دوام ورنه کړل شي. خلک دې پریښودل شي چې په دې دوه ورځو کې، په ارامه فکر وکړي او د خپلې کاندید ته د رايي تصمیم ونیسي.″


ښاغلي نورستاني وویل، انتخاباتو ته د دوی له اړخه بشپړ تیاری نیول شوی او امنیتي ارګانونو هم ډاډ ورکړی، چې په ټول هېواد کې به د ″شپږ زرو، څلور سوه، د رویشتو″ مرکزونو امنیت وساتي.

د یاد کمیسیون چارواکو دا هم یاد مرکزونه د رایو ورکولو په څه باندې شل زره محلونو ویشل شوي چې څه باندې دولس زره یي نارینه و او څه باندې اته زره یې د ښځو لپاره دي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ريیس دا هم وویل، د انتخاباتو د پروسې څارلو ته یي څه باندې دوه لکه کارټونه ویشلي چې شاوخوا درې سوه په کې بهرنیان دي.

د دې کمیسیون د معلوماتو له مخې، د انتخاباتو په څارونکو ارګانونو کې
اوه شپیته کورني، شپاړس بهرني، یو اویا کورني مطبوعات، پنځه څلویښت بهرني، یو دیرش سیاسي ګوندونه او د اوو کاندیدانو څارونکي شامل دي.

همدا رنګه د انتخاباتو کمیسیون د رسنۍ د کمیسیون چارواکو له ټولو رسنیو وغوښتل چې، د چهارشبنی شپې له دولس بجو وروسته دې، د هیڅ یو کاندید د انتخاباتي مبارزې په هکله خپرونې ونه کړي.

د رسنیو د کمیسیون مشرې فریدې نیکزاد وویل:

″له ټولو رسنیو په کلکه سره هیله کوو، چې د سکوت مرحله مراعات کړي، هیله ده چې رسنۍ داسې خپرونې وکړي چې خلک تشویق شي.″

د انتخاباتو د کمیسیون چارواکو وویل، د افغانستان را روان انتخابات به د حمل په شپاړسمه د سهار له اوو بجو څخه د مازیګر تر څلورو بجو پورې دوام وکړي او نتایج به یي د ثور په څلورمه اعلان شي.

د دې کمیسیون چارواکو دا هم وویل، که چېرې انتخابات دوهم دور ته لاړ شي، دوی ورته پوره تیاری لري.

راپور: خان محمد ″سیند″