د چلي ولسمشرمیشیل باچیلیت د هېواد په شمال کې د ریختر په مقیاس د ۸ اعشاریه دوه درجو سختې زلزلې له امله اضطراري حالت اعلان کړ.
د سې شنبې د شپې د زلزلې له امله لږ تر لږه پنځه کسان مړه شوي دي.باچلیت وویل:
″د هېواد شمالي برخې د ریختر په مقیاس اته اعشاریه دوه درجې زلزلې ځپلي، د اریکا، پاریناکوتا او تاراپاکا سیمې یي زیانمنې کړي او ټکانونه یي په انتوفاګاستا سیمه کې هم حس شوي دي.″
د چلي جمهورې رئیسې وویل، دا ډیر وختې دی چې د زلزلې زیانونه وارزول شي.
چارواکې وایي، پنځه کسه قربانیان د زړه د حملې او یا هم د دیوالونو د راغورځیدو له امله مړه شوي دي.
د زلزلې له امله د ارام سمندر د سواحلو په اوږدو کې اوسیدونکي د سمندري توپان (سونامي) له بیرې، خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي دي.
د زلزله ځپلو سیمو په زیاتو برخو کې برېښنا بنده شوې او په زرګونو کسانو له خپلو کورونو بهر شپه تیره کړه.