په افغانستان کې انتخاباتي مبارزې نن پای ته رسیږي

ټاکل شوې ده، چې نن د افغانستان د انتخاباتو لپاره د کاندیدانو مبارزه پای ته ورسیږي.

دا انتخاباتي مبارزه د ولسمشرۍ د کاندیدانو لپاره د دوو میاشتو په مخه وه او د ولایتي شوراګانو لپاره د یوې میاشتې موده ټاکل شوې وه.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسون ویاند نور محمد نور په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

″د انتخاباتو د قانون په اساس باید انتخاباتي مبارزې اته څلویښت ساعته مخته د رایي ورکولو تر ورځې پای ته ورسیږي او په دې برخه کې د انتخاباتو قانون ۵۶ ماده پوره وضاحت لري.″

دا ځل د دې سربیره چې طالبانو خلکو ته ګواښ کړی دی، چې په انتخاباتو کې برخه وانه خلي، د افغانانو دلچسپي له انتخاباتو سره زیاته شوې ده.

په انتخاباتو کې د ګډون لپاره ټاکل شوې وه، چې دوې اونۍ مخکې د کاروتونو د ورکړې بهیر پای ته رسیدلی وای، خو د دې لپاره چې ګڼو خلکو د کارتونو د اخیستو مرکزونو ته مخه کړې وه دې لړۍ تر پرون پورې دوام وکړ او درې میلیونه او اته لکه نویو کسانو کارتونه ترلاسه کړل. د راپورونو له مخې بیا هم یو شمېر کسان د کارتونو له اخیستو پاتې شول.

که د ولسمشرۍ کوم کاندید یا د ولایتي شورا کوم کاندید سبا او بل سبا انتخاباتي مبارزه وکړه نو د انتخاباتو د شکایتونو کمسیون به هغوی مجازات کړي.

د انتخاباتو د کمیسیون د چارواکو په وینا د شکایتونو کمیسیون ان دا صلاحیت لري چې د سرغړونکې د کاندیدۍ حق واخلي.

ټاکل شوې ده چې د شنبې په ورځ په افغانستان کې د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو انتخابات ترسره شي. په دې انتخاباتو کې درې میلیونه او اته لکه هغه کسان چې اوس یې کارتونه اخیستې دي رایي ورکولی شي او کومو کسانو چې په ۲۰۰۹ م کال کې کارټونه اخیستي و هغوی کولای شي چې له خپلو زړو کارټونو استفاده وکړي او رایي واچوي.