فلسطین: امریکا دې د اسراییلو له زندانه د فلسطینیانو د خوشې کېدو مساله حل کړي

فلسطیني مشرانو د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر جان کري څخه وغوښتل چې؛ د اسرائیلو له زندانونو څخه دې د نن ورځې په پای کې د یوې ډلې فلسطیني بندیانو د خوشې کېدو مساله حل کړي او دا ځکه چې د منځني ختیځ د سولې خبرې په تزلزل کې دي.

کري د دوشنبې په ورځ د فلسطین او اسراییلو له مشرانو سره د خبرو په مقصد په داسې حال کې بیا منځني ختیځ ته لاړ چې د فلسطيني بندیانو مساله د سولې د خبرو؛ بیلاري کولو ته یو ګواښ ګڼل کیږي.

اسراییلو د هغو ۲۶ فلسطیني بندیانو له خوشې کولو څخه ډډه کړې چې؛ د ۲۰۱۳م کال جولای میاشتې د معاملې پر اساس باید خوشې شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د دوشنبې په ماښام د اسراییلو له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره د مسالې په اړه خبرې وکړې؛ خو کومه نتیجه یې نه ده ورکړې.

جان کري د فلسطيني ادارې له مشر محمود عباس سره د دوشنبې د ورځې کتنه لغوه کړه او پرځای یې د فلسطین له ستر مرکچي صائیب عریقات سره وکتل. فلسطینیانو، جان کري ته ۲۴ ساعته وخت ورکړی چې یو حل دې رامنځ ته کړي او کنه، نو عواقب به یې د اسراییلو په غاړه وي.