راسموسن: افغان ځواکونو د انتخاباتو په پروسه کې د پام وړ رول لوبولی

د ناټو سرمنشي افغان امنيتي ځواکونه وستايل، چې د انتخاباتو لپاره د امنيت په ټينګښت او د نوم ليکنې د پروسي په ترسره کولو کې يي د پام وړ رول لوبولی دی.

اندريس فوګ راسموسن پرون په بروکسل کې د ناټو په مقر کې له ازادۍ راډيو سره په ځانګړې مرکه کې وويل، چې افغان امنيتي ځواکونو د دې وس پيدا کړې چې په خپله د انتخاباتو په ورځ د افغانستان د خلکو لپاره امنيت وساتي .

هغه د افغانستان د را روانو انتخاباتو پر شفافيت، د افغان امنيتي ځواکونو پر وړتياو او ځينو نورو مسالو يو لړ څرګندونې کړي.

د ناټو سرمنشي وايي، د افغانستان د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو انتخابات د افغانستان د راتلونکې لپاره کليدي اهميت لري او ټينګار يې وکړ چې دا ډيره مهمه ده، چې دغه انتخابات په شفافه توګه ترسره شي ترڅو نتيجه يې د ټولو لپاره د منلو وړ وي.

اندريس فوګ راسموسن دا څرګندونې پرون د بلجيم په پلازمينه بروکسل کې له ازادي راډيو سره په ځانګړې مرکه کې وکړې.

راسموسن وويل، دغه انتخابات ځکه مهم دي چې په نتيجه کې يې قدرت په سوله ييز ډول انتقاليږي:

″اوس دا ډيره مهمه ده، چې دغه انتخابات شفاف، باوري او د خلکو په پراخ ګډون سره ترسره شي چې نتيجه يې د افغانستان د خلکو لپاره د منلو وړي او د سرغړونې هرې ادعا ته د موجوده فعالو ادارو له خوا چټک ځواب وويل شي.

دا هغه څه دي، چې د فغانستان حکومت يې د عملي کيدو ژمنه کړې ده.

نړېواله ټولنه هم د دې تمه کوي او دا هغه څه دي چې د افغانستان خلک يې مستحق دي.″


د ناتو سرمنشي يو ځل بيا په دې ټينګار وکړ، چې افغان امنيتي ځواکونو تر اوسه پورې د انتخاباتو په پروسه کې خپله ونډه په ښه ډول ترسره کړې او د دې توان لري، چې د انتخاباتو په ورځ د رايې ورکونکو لپاره امنيت ډاډمن کړي.

راسموسن زياته کړه، چې ايساف له افغان امنيتي ځواکونو سره د استخباراتو او هوايي ملاتړ په ګډون په ځينو برخو کې مرسته کړې خو افغان امنيتي ځواکونو کاملا مخکښ رول لوبولي دي. راسموسن وويل:

″د انتخاباتو په ټوله پروسه کې افغان امنيتي ځواکونو د پام وړ رول لوبولی.

د دوي په وړاندې ډير چلنچونه هم و، خو له دې سره دغو ځواکونو پر حالاتو کنټرول لرلي او خپله دنده يې په ښه او مسلکي ډول ترسره کړې ده.

افغان امنيتي ځواکونو په ټول هېواد کې د انتخاباتو لپاره د نوم ليکنې د پروسې لپاره امکانات برابر کړي، عملياتو ته يې دوام ورکړي چې په نتيجه کې يې د امکان ترحده داسې مناسب شرايط رامنځ ته کړي چې افغانان وکولاي شي په انتخاباتو کې برخه واخلي.

د انتخاباتو مواد يې د انتخاباتو مرکزونو ته ليږدولي او د انتخاباتو په ورځ به هم د انتخاباتو د مرکزونو امنيت ساتي.″


د ناتو سرمنشي يو ځل بيا يادونه وکړه، چې د افغانستان له حکومت سره د شوي توافق له مخې ناټو به تر هغو پورې د افغان امنيتي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي چې د روان ۲۰۱۴میلادي کال په ډسمبر کې د ايساف ماموريت پای ته رسيږي.

راسموسن دغه راز وويل، چې زموږ د محارب ماموريت له پای ته رسيدو وروسته د نوي ۲۰۱۵ میلادي کال له پيله ناټو په افغانستان کې د غيرمحارب ماموريت پر پلان جوړولو چې د افغان امنيتي ځواکونو پر روزنې، مشورې ورکولو او ملاتړ څرخي، کار کوي.

خو هغه يو ځل بيا ټينګار وکړ، چې ناټو په افغانستان کې د خپل ماموريت د ترسره کولو لپاره يوه قانوني چوکاټ ته اړتيا لري.