چین پر جنوبي او شمالي کوریا کور غږ وکړ چې له حوصلې کار واخلي

چین وروسته له هغې د کوریا په ټاپو وزمه کې د آرامۍ او حوصلې غږ وکړ چې؛ شمالي کوریا د پوځي تمریناتو په جریان کې له جنوبي کوریا سره لانجمنې پولې ته نږدې د توپونو ډزې وکړې.

د توپونو ګولۍ چې د جنوبي کوریا په اوبو کې ولګیدلې؛ د دې سبب شوې چې، جنوبي کوریا د شمالې کوریا په سواحلو ډزې وکړې.

د جنوبي کوریا د نږدي ساحل اوسیدونکې وایي؛ د ډزو د راکړې ورکړې پرمهال یې خپل کورونه پریښي دي.

شمالي کوریا وروسته له هغې پوځې تمرینات اعلان کړل چې؛ ملګرو ملتونو تیره اوونۍ د شمالي کوریا د توغندیو آزمیښت وغانده.

پیوینګ یونګ وایي، خپل څلورم اټومي آزمیښت به هم وکړي؛ خو جنوبي کوریا ویلي، د شمالي کوریا دا اټومي آزمیښت به په نږدي وخت کې ونشي.