احساني: د مخالفینو د ګواښونو سربیره هم په ټاکنو کې ګډون وکړئ

په کابل کې د ځوانانو یوې شبکې له خلکو وغوښتل، چې د مخالفینو له حملو او ګواښونو سره سره د جمهوري ریاست په راتلونکو انتخاباتو کې ګډون وکړي.

د سمون او بدلون لپاره د ځوانانو شبکې مسوولین وايي، چې دا انتخاباتو د افغانستان د راتلونکې لپاره ډیر مهم دي.

بل خوا د کابل یو شمېر اوسیدونکي هم وايي، چې په هر صورت کې به په راتلونکو انتخاباتو کې رایه ورکوي.

ټاکل شوې د شنبې په ورځ دا انتخابات وشي.

که څه هم په دې وروستیو کې د انتخاباتو د ګډوډولو په هدف د وسلوالو مخالفینو حملې زیاتې شوي دي، خو په کابل او ځینو ولایتونو کې یو شمېر مدني سازمانونه هڅه کوي چې خلک په پراخه کچه په انتخاباتو کې ګډون کولو ته وهڅوي.

له دې سازمانونو څخه یوه هم د سمون او بدلون لپاره د ځوانانو ټولنه ده، چې پر خلکو یې غږ وکړ ترڅو د مخالفینو د ګواښونو پروا ونه کړي.

د دوشنبې په ورځ یوه خبري کنفرانس ته په وینا کې د دې ټولنې ویاند سید میثم احساني وویل:

″ای د افغانستان لویه ملته، ای پلرونو، میندو، ورونو، خویندو او ځوانانو که هرڅومره قرباني کیږئ، رایه ورکړئ تر څو زموږ راتلونکی نسل قرباني نه شي.″

د سمون او بدلون لپاره د ځوانانو ټولنه وايي، طالبان، د حزب التحریر ډله او ځیني نورې ډلې هڅې کوي ترڅو په راتلونکو انتخاباتو کې د خلکو د ګډون مخه ونیسي.

دوی په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي، چې په وروستیو لسو ورځو کې په کابل ښار کې څلو ډله ییزې وسلوالې حملې وکړې.

په دې کې دوه حملې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون په مرکزي او یوه محلي مرکزې وې.

خو د کابل ښار یو شمېر اوسیدونکو ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وویل، چې دوی له دې ډول بریدونو نه ډاریږي او اماده دي چې د شنبې ورځې په انتخاباتو کې ګډون وکړي.

د انتخاباتو د څارنې ځیني سازمانونه وايي، که څه هم د وسلوالو مخالفینو حملې د انتخاباتو مخه نه شي نیولای خو ناامنۍ د دې انتخاباتو شفافیت ته زیان رسولای شي.

د ناامنیو له امله ښايي څاروونکي په لیرو پرتو سیمو کې د رایې ورکولو مرکزونو ته ولاړ نه شي، چې په دې سره د درغلیو امکان زیاتیږي.