د مصر د انتخاباتو کمیسیون پرون وویل؛ د دې هېواد د ولسمشرۍ انتخابات به د روان کال د می په ۲۶ او ۲۷ نېټو ترسره شي.
د مصر د انتخاباتو نېټه لس میاشتې وروسته له هغه اعلانېږي چې؛ د ډیموکراټیکو انتخاباتو په پای کې انتخاب شوی ولسمشر محمدمرسي د پوځ له خوا له واکه لېرې شو.
مرسي له بهرنیو ډلو سره یوځای د خپل هېواد پرضد د توطئې په ګډون په څو مواردو تورن شوی او اوس مهال بندي دی.
تمه کېږي چې، دا انتخابات به متقاعد جنرال عبدالفتاح سیسي چې د مرسي د لېرې کولو پرمهال د پوځ مشر و؛ وګټي. بل مخکښ کاندید کیڼ لوری سیاستوال حمدین صباحي Hamdin Sabbahi دی چې؛ د ۲۰۱۲ کال په انتخاباتو کې له مرسي وروسته درېیم شو.
د مرسي له لېرې کولو وروسته د تشدد په پېښو او وسله والو حملو کې لږترلږه څوارلس سوه کسان ووژل شول چې؛ اکثریت د نوموړي د اخوان المسلمین ګوند پلویان وو.