د کونړ امنیتي چارواکي د انتخاباتو د بهیر د ګډوډولو د هڅو په تور د شپږو مشکوکو کسانو د نیولو خبر ورکوي.
نیول شوي کسان پرون له یوشمېر وسلو سره په کونړ کې خبریالانو ته وښودل شول. د کونړ امنیه قوماندان عبدالحبیب سیدخیلي آزادۍ راډیو ته وویل؛ د دې ډلې څلور کسان د چپې درې په ولسوالۍ کې او دوه تنه یې په ناړۍ ولسوالۍ کې نیول شوي دي.
سیدخېلي زیاته کړه، په کونړ کې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو لپاره کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي.
د کونړ امنیتي چارواکي دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې؛ څلور ورځې مخکې یوې وسله والې دلې د کونړ په مرکز اسعدآباد کې د نوي کابل بانک پر ودانۍ انتحاري حمله وکړه. په دې حمله کې شپږ کسان مړه او ټپیان شول.